د پروژې د تطبیق مدیر د ارزاقو امارتی شرکت

د دندې عنوان             : د پروژې د تطبیق مدیر

اداره                          : د ارزاقو امارتي شرکت

بست                        :  قراردادي

د بستونو تعداد            :  100

د بست کود               :  ARZAQ/HR/1403/1-100

میاشتنی معاش          : 12000 – 15000

د بست موقیعیت         : د کابل بغیر  ۳۳ ولایتونه

راپور ورکول                 : د پروژو د تطبیق آمریت/ ولایت عمومي مدیریت

راپور اخیستل             :

د دندې د اعلان نیټه    : 4/9/1445 مطابق د 24/12/1402

د ثبت نام اخريي نیټه  :  18/9/1455 مطابق د 9/1/1403

******************************************************************************

د دندې هدف: د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو د لیلیو، د پوهنې وزرات اړوند لیلیو، رغتونونو، وړکتونوو او نورو اړوند متقاضي اداراتو د خوراکي مواد اکمال؛

*****************************************************************************

دنده ایز صلاحیتونه او مسؤولیتونه:

  1. د شرکت ټاکل شوو موخو ته د رسیدو لپاره د پروژې د عمومي پلان سره سم د کاري ورځني، اوونیز، میاشتنې، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول او پلی کول؛
  2. د پوهنتونونو د لیلیو، د پوهنې وزارت اړوند لیلیو، روغتونونو او نورو اړوندو ادارو ته د خوراکي توکو رسول او له تطبیق څخه څارنه او ډاډ ترلاسه کول؛
  3. د متقاضي اداراتو سره د مؤثره اړیکو رامینځته کول او د اکمال شوو موادو په هکله د هغوی رضایت ترلاسه کول؛
  4. د پروژې ټیم سره په همکارۍ د پروژې د پلانونو، مهال ویشونو او بودجې ترتیبول؛
  5. متقاضي اداراتو ته د خوراکي توکو د ګټور او اغیزمن ویش څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  6. د پروژې پرمختګ څارل او په وخت سره د موادو د تحویلۍ او د موادو د کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د اړینو اصلاحات راوستل؛
  7. د قراردادیانو او پلورونکو سره همغږي کول او د خوراکي توکو پر وخت تدارک څخه ډاډ ترلاسه کول.
  8. د شرکت د موخو د ترلاسه کولو څخه د ډاډامنتیا په خاطر د پروژو منظمه او تل ارزونه ترسره کول؛
  9. د پروژې له شریکانو، همکارانو او متقاضي اداراتو سره د قوي اړیکو رامینځته کول او ساتل؛
  10. د پروژي د تطبیق په برخه کې د هرې ستونزې او ننګونې پیژندل او د اړوند اړخونو سره په همغږی حل کول؛
  11. د پروژې د پرمختګ، پایلو او لاسته راوړنو څخه د اوونیز، میاشتنی، ربعوار، کلنی او د اړتیا په صورت کې د راپورنو ترتیب او ارائیه کول؛
  12. د ټیم په غونډو کې برخه اخیستل او د پروژو د ښه پلي کېدو لپاره د نویو او غوره نظریو وړاندې کول؛
  13. د پروژې په ټولو فعالیتونو کې د سازمان ماموریت، ارزښتونو او موخو ملاتړ کول؛
  14. په اړونده کاري برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د فرامینو، احکامو او نافذه قوانینو څخه معلومات او په خپلو ټول چارو کې یي پلي کول.

د ګمارنې شرایط:

  1. د ادارې او مدیریت، پروژې مدیریت، اقتصاد او نورو اړوند برخو کې لږ تر لږه د 14 تر کچې لوړو زده کړو درلودل. لیسانس سند لرونکي ته ترغوره والی ورکول کیږي.
  2. د پروژې د مدیریت او تطبیق په برخه کې لږ تر لږه د دوه (۲) کاله کاري تجربې لرل؛
  3. قوي تنظیمي او د وخت مدیریت د مهارتونو لرل؛
  4. د غوره کاري اړیکو او حسنه اخلاقو لرل؛
  5. د پروژې مدیریت د وسایلو او سافټویرونو سره بلدتیا او د ګټه اخیستلو توانایي لرل؛
  6. په انفرادي او ګروپي ډول د کار کولو وړتیا لرل؛
  7. د متقاضي اداراتو سره د مسلکي اړیکو ساتلو توانایي درلودل؛
  8. د هیواد په رسمي ژبو پوهیدل او د انګلیسي ژبې سره بلدتیا لرل؛
  9. د کمپیوټري برنامو (MS Office, Outlook) پوهیدل او له انټرنیټ څخه د ګټې اخیستنې مهارت درلودل.
  10. د اړوند ولایت اصلي یا فرعي اوسیدونکی وي.

د ثبت نام لارښود:

په شرایطو برابر علاقمندان کولی شي خپله سی وي او غوښتنلیک (Cover Letter) د تحصیلي سند او تذکرې کاپي سره مل د 18/9/1445 چې د 9/1/1403 ه ش نيټې سره سمون خوري د ارزاقو امارتي شرکت د بشري سرچینو آمریت ایمیل آدرس  (hr@arzaq.af) او د (cc) په برخه کې د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست ایمیل آدرس (info@socs.mof.gov.af) په نظر کې نیولو سره ولیږئ.

 ********************************************************

یادونه: مهرباني وکړئ د خپل بریښنالیک په عنوان کې مو د ولایت نوم مشخص کړئ.

د اړیکو شمیره:  0799301233

نوټ: یوازې له شارټ لیسټ شوو نوماندانو سره اړیکه نیول کیږي.

 

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *